
د ایکنا د راپور له مخې چې له «صدی البلد» څخه یې نقل کړی، د خدای بخښلي مصري قاري شیخ مصطفی اسماعیل لمسي، علاء حسني، وړمه ورځ په ټيلیوژنی څرګندونو کې وویل: کورنۍ هر کال د دې ستر قاري یاد نمانځي.
هغه زیاته کړه: وروستۍ دوره ځانګړې وه، ځکه چې مونږ وتوانېدو د دې مصري قاري ټول ثبت شوي تلاوتونه او غږیز میراث، که راډیويي وي یا غیر راډیويي، د مصر دننه او بهر راټول کړو او د تنظیم او ترتیب له لارې ئې د انالوګ ثبتونو (لکه طبیعي غږ، مایکروفون او کسېټ ټیپونه) څخه ډیجیټلي بڼې ته واړوو، څو د اسلامي امت لپاره یو ارزښتناک آرشیف وګرځي.
علاء حسني څرګنده کړه: دغه ثبت شوي تلاوتونه د مصر راډیو ته ډالۍ شول او په تېر رمضان میاشت کې له همدې رسنۍ خپاره شول. موږ ژمنه کړې چې نور تلاوتونه به هم ډالۍ کړو، څو دا میراث د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي پاتې شي.
د مصطفی اسماعیل لمسي وویل چې هغه د مصر د ملي رسنیو د ادارې له مشر احمد المسلماني سره لیدنه کړې ده، او هغه ترې غوښتنه کړې چې د استاد مصطفی اسماعیل شخصي وسایل او میراث د مصري قاریانو موزیم ته د ساتنې لپاره ډالۍ کړي.
علاء حسني د خپل نیکه د ژوند له مهمو پېښو څخه د هغه د لیدنو یادونه وکړه، په ځانګړي ډول د مصري سترو قاریانو سره، چې یو یې شیخ محمد الصیفي و. هغه د شیخ غږ د خپل ژوند تر ټولو ښکلی غږ وباله. د شیخ لوړ مقام سبب شو چې د مصر پاچا ملک فاروق هغه ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د رمضان په میاشت کې یې د ماڼۍ لپاره د تلاوت بلنه ورکړي.
د شیخ لمسي همدارنګه د خپل نیکه د ژوند ځینې د پام وړ پېښې بیان کړې، لکه هغه دوه خوبونه چې له وفات څخه یوه اوونۍ مخکې یې لیدلي وو. په لومړي خوب کې یې ځان په جنت کې د ګرځېدو په حال کې ولید او له رسول اکرم ﷺ سره یې ملاقات وکړ. په دویم خوب کې یې د خپل دفن ځای په خپل باغ کې ولید، چې وروسته د هغه وخت د ولسمشر په اجازت ئې دا خوب پوره شو او وروسته هلته یو جومات هم جوړ شو.
هغه همدارنګه د شیخ د مسجد الاقصی د زیارت ارمان ته اشاره وکړه، چې د هغه وخت د ولسمشر انور سادات په بلنه، د اختر لمونځ هلته ادا کړ. شیخ د امریکا د ولسمشر کارټر بلنه چې غوښتل یې هغه د کانګرس په ودانۍ کې تلاوت وکړي، رد کړه، ځکه چې هغه د قدس شریف پر سفر بوخت و.
https://iqna.ir/fa/news/4324735